VG-Wort Pixel

د کورونا پر وړاندې واکسين

د کورونا پر وړاندې واکسين
دا ځوابونه د ډاکټر او طبي ژورنالست، ډاکټر کریسټوف شپیښت (Dr. med. Christoph Specht) له لوري ورکړل شوي دي.

 

۱. واکسینونه څومره اغیزناک دي؟

ښه خبر دا دی چې ټول تاييد شوي واکسینونه د معتدلې او شدیدې ناروغۍ په مخنیوي کې خورا اغېزناک دي. د څیړنو د معلوماتو پر بنسټ، د بیونټیک (Biontech) واکسین د ۹۵ سلنه اغیزې په لرلو سره مخکښ دی. د دې مانا دا ده چې د هغو خلکو په مینځ کې چې د بیونټیک واکسین یې کړی دی، د هغو ډلو په پرتله چې واکسین شوي نه دي، ۹۵ سلنه کم کسان د کورونا په وايروس اخته کيږي.

۲. څوک واکسین کیدلی شي؟

د کورونا ویروس پر وړاندې واکسین اختیاري او وړیا دی. هرڅوک چې په جرمني کې د روغتیا دولتي یا شخصي بیمه لري، یا په جرمني کې د اوسیدو ځای یا د استوګنې اجازه ولري، واکسین کېدای شي. د واکسین کیدلو لپاره هیڅ اجبار نشته.

۳. د کورونا واکسين څه وخت اغېز ‍پيلوي؟

د واکسین محافظتي اغېز ورو ورو زياتيږي. دا موضوع د ټولو واکسینو لپاره یو شان ده. په بله وينا، له واکسین کولو لږ وروسته تاسې کابو هیڅ خوندي نه ياست، او له دویم واکسین څخه شاوخوا ۱۰-۱۴ ورځې وروسته تاسې تر ټولو لوړه کچه خونديتوب ترلاسه کوئ. دغه موده د واکسین په ډول پورې اړه لري. د جانسن او جانسن (Johnson & Johnson) په واکسینولو کې چې یوازې یوځل تزریق کیږي، د کوویډ - ۱۹ د معتدله او شدیدو نارغیو پروړاندې د خونديتوب تر ټولو غوره اغیز له واکسین کېدلو څخه تر ۲۸ ورځو وروسته پورې ترلاسه کيږي.

۴. د دوهم واکسین موده څومره ځنډول کېدای شي؟

د واکسینو د دایمي کمیسیون (STIKO) سپارښتنو ته بايد پاملرنه وشي. د واکسینونو ترمینځ دا موده د اسټرازینیکا (AstraZeneca) په واکسین کې دا اوس مهال دولس اوونۍ، او په بیونټیک کې، د مثال په توګه، شپږ اونۍ ټاکل شوې ده.په دې موده کې لږ توپيرونه ډېره ستونزه نه جوړوي، خو د اصولو له مخې بايد د واکسينو د دايمي کميسيون سپارښتنې په پام کې  ونيول شي.

۵. ولې بیلابیل واکسینونه سره یوځای کېدای شي؟

ښه پوښتنه ده، خو دې پوښتنې ته تر اوسه ځواب نشته. په نورمال ډول بايد واکسینونه سره یوځای نه شي، خو اړتیا له دې حقیقت څخه رامنځته شوې چې د ۶۰ کالونو څخه کم عمر لرونکي خلک باید نور د اسټرازینیکا پر ځای د mRNA واکسین سره خپل دوهم واکسین ترلاسه کړي. د بیلابیلو واکسینونو د ترکیبولو په اړه څیړنې لا دمخه روانې دي، دلته هیڅ د کومې منفي حیرانتیا تمه نشته. البته دا څیړنې اوس د بشپړیدو په حال کې دي. کولای شو حتا دا تمه وکړو چې د ویروس پر وړاندې د واکسینو د ترکيب له مخې به خونديتوب لا ښه وي.

۶. آیا واکسین د ویروس د بدلونونو پروړاندې اغیزناک دي؟

دا په دې پورې اړه لري چې تاسې له اغېزناکتوب څخه کومه مانا او مفهوم اخلئ. داسې ښکاري چې دلته ټول تاييد شوي واکسینونه د ويروس په پخوانيو پېژندل شوو بڼو باندې له اخته کېدلو وروسته هم د شدیدو ناروغیو مخه نیسي. باید دې موضوع ته د "ټول یا هیڅ نه" قانون په توګه ونه کتل شي، یعنې يا سل په سلو کې اغیزمنتیا او یا هیڅ. هرڅومره چې ویروس د خپلو بدلونونو په له مخې په جنیټیکي ډول له "اصلي بڼې" څخه لیري کیږي، په هماغه کچه په اسانه توګه کولی شي چې زموږ د معافیت سیسټم او په دې توګه واکسینونو څخه ځان لیري کړي. په عمومي توګه، دا حالت ناڅاپي نه، بلکه ورو ورو پیښیږي. اوس مهال، واکسینونه او هغه ناروغي چې مونږ ورسره مخ شوي یو، د ویروس په یوې بدل شوي بڼې د احتمالي بيا اخته کېدلو په صورت کې د جدي حالت د مخنیوي لپاره کافي دي. که چیرې یو شخص د سویلي افریقا  په ویروس (B.1.351) اخته شي، د استرازینیکا واکسین په سختی کولی شي د اعراضو څخه – له خفیفو تر معتدله اعراضو پورې – مخنیوی وکړي.

۷. آیا زه باید د واکسین له اړخیزو ستونزو يا جانبي عوارضو څخه ویره ولرم؟

د سر درد، ستړیا، د تزریق په ځای کې درد يا ځينې وخت تبې په شان ستونزې د واکسينو معمول اړخيزې ستونزې دي، کومې چې د اړوند واکسین پر وړاندې د بدن غبرګون دی او دا ښايي له ټولو واکسینونو سره رامنځته شي. تاسې باید مخکې له مخکې په دې اړه پوه شئ او اندیښنې ته اړتیا نشته. دا حالت څرګندوي چې بدن له واکسین سره مخ دی. دا ډېری هغه غبرګونونه دي چې موږ ورته اړخیزې ستونزې یا جانبي عوارض وایو. له بلې خوا، ځینې خلک هیڅ هم نه احساسوي. تر هغه مهاله پورې چې د واکسین کولو غبرګون د بیان شوي حد  په چوکاټ کې رامینځته شي، په دې اړه اندیښنه کولو ته اړتیا نه لیدل کیږي. ځينې وخت ښايي ستونزې ځوروونکې وي، خو بیرته حتی له درملنې پرته له منځه ځي.

۸.  له واکسین څخه وروسته په اوږد مهال کې د خطر کچه څومره ده؟

د دې پوښتې لامل دا ویره ده چې کېدای شي له واکسين کولو  څخه ډیرې میاشتې یا کالونه وروسته یوه ناروغي راپيدا شي چې لامل یې واکسین وي. په حقیقت کې، که له واکسينو څخه ستونزې رامنځته کيږي، دا له واکسین کولو څخه لږ وروسته، یعنی له څو ورځو څخه تر څو اونیو وروسته موده کې راڅرګنديږي. د دې دلیل دا دی چې واکسین په پرله‌پسې ډول د میاشتو یا کالونو په اوږدو کې نه ورکول کيږي، چې بیا ښايي د ټاکلې اندازې او دوامدارې کارونې له امله ستونزې رامینځته کړي. د واکسینو عوارض، خورا نادر دي، خو پخوا د بېلګې په توګه د خوګي انفلوینزا په واکسينو کې ځينې عوارض ليدل شوي دي. د بېلګې په توګه د خوب ګډوډي، د اختلالاتو یوه ځانګړې بڼه (نارکولیپسی) له واکسین کولو څخه وروسته ډیر ژر وليدل شوه. د ستونزو او واکسین تر مینځ د اړیکې رموندل ښايي وخت ونيسي، ځکه چې معمولا دا اعراض او نښې ښايي له کوم بل کبله وي. ځکه نو له واکسین سره اړیکه باید لومړی په پراخه څیړنو کې ثابته شي. تر اوسه په داسې لنډه موده کې د سارس- کوو - ۲ (Sars-CoV-2) واکسین په پرتله، ملیونونه خلکو ته بل هیڅ واکسین نه دی ورکول شوی. دې ته په کتو، شته ډېټا ښيي چې د اندیښنې لپاره هیڅ دلیل نه لیدل کیږي.

۹.  کیدای شي یو شخص له واکسین کولو وروسته په ویروس اخته شي؟

د اصولو له مخې دا شونتيا شته. په لومړي سر کې د واکسینو اغیزناکتوب تر څیړنې لاندې نیول کیږي ترڅو معلومه شي چې آیا دوی کولی شي په ناروغۍ د اخته کېدلو او شديدو علايمو رامنځتهدکېدلو مخه ونیسي. په ورته وخت کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي يو کس یو ځل بیا په ناروغۍ اخته شي، مالومات شته. د دغو مالوماتو پر بنسټ په انفرادي مواردو کې دا کار شونی دی، په تیره بیا کله چې ویروس له "اصلي بڼې" څخه په جینیتکي ډول وده کړې وي او يا يې بڼه بدله شوې وي. البته دا معمولا یوازې یو انتان دی، کوم چې د بيا اخته کېدو په صورت کې ډیری وختونه هیڅ ډول نښې نښانې نه لري او که وي هم، ډېرې به خفيفې وي.

۱۰.  آیا واکسین شوي خلک کولای شي نور کسان په ویروس ککړ کړي؟

دا چې له واکسین څخه وروسته بیا په ویروس اخته کیدل یا د لومړي ځل لپاره په ویروس اخته کیدل، لږترلږه په ځینو مواردو کې لیدل شوي دي، په ویروس باندې د اخته کیدو شونتيا په ډاګه کوي. په هرصورت، په دې باب هم مثبت معلومات ترلاسه شوي دي. د دې معلومات پر بنسټ، که چیرې واکسین شوي خلک په ویروس اخته شي، خورا لږ ویروسونه تولیدوي. نو له دې امله داسې ویلی شو چې واکسین شوي خلک حتی که دوی په ناروغۍ هم اخته شي د غیر واکسین شوي خلکو په پرتله د پام وړ لږ ساري دي.

۱۱.  آیا واکسینونه په بسیا توګه ازمویل شوي او د ډاډ وړ دي؟

هغه واکسینونه چې د اروپا د درملو د ادارې لخوا تاييد شوي دي، په پراخه کچه ازمویل شوي دي. په دې پروسه کې هېڅ جوړجاړی يا ټنبلي نه ده شوې. د واکسينو اضطراري تاييد يې يوه ښه بېلګه ده. په هرصورت، اوس بیوروکراتیکه پروسه ساده شوې او د مثال په توګه، د څیړنې بیلابیلو پړاوونو ته اجازه ورکړل شوې ده څو په موازي توګه پر مخ ولاړې شي او د پخوا په شان  یو په بل پسې نه وي. د اسنادو وړاندې کول او ارزونه هم په دوراني ډول شوې ده. په بله وينا، ټولو پايلو ته انتظار نه کېده، ترڅو ټولې پایلې يوځای وارزول شي. دا چې د سارس کوو-۲ د ویروس پر وړاندې واکسین اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا یو ملیارد ځله کارول شوی دی، خورا ډیره ډېټا او معلومات په لاس کې شته. د دې خورا لوی شمیر معلوماتو په مرسته ډېرې نادرې اړخيزې ستونزې هم مالومېدای شي. له همدې کبله کولای شو دا واکسين د تر ټولو ښو څېړل شوو واکسينو په توګه يادولای شو.

۱۲. ولې باید د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره جلا واکسین جوړ شي او کله؟

د ماشومانو او ځوانانو لپاره د ځانګړو واکسینونو د ازموینې څیړنې له یو څه مودې راهیسې روانې دي. لومړنۍ پایلې عالي دي. تمه نه کيږي چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره واکسین له هغه واکسینونو سره توپیر ولري چې وار له مخه تاييد شوي دي. په ډیری وختونو کې، د کوچنيو ماشومانو لپاره ، د بیلګې په توګه له ۱۲ کالونو څخه د کم عمر کسانو د واکسین د کچې تنظیمول اړین دي. البته په پیل کې به یوازې د ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره د واکسین تاييد وشي. د دې کار لپاره غوښتنلیکونه لا دمخه سپارل شوي دي او تر ځانګړو شرایطو لاندې ښايي دا واکسين ډېر ژر تاييد شي.

۱۳. ایا زه باید په راتلونکو کالونو کې بيا واکسين وکړم؟

دا مسله لاهم روښانه نه ده، خو دا خبره لا پخوا څرګنده ده چې واکسین به د ټول عمر لپاره نه وي او اغېز به يې د ځوانانو په پرتله په زړو خلکو کې لږ او د لنډې مودې لپاره وي. ښايي سږ کال زړو خلکو ته د تقويتي واکسين په توګه د درېيم واکسين سپارښتنه وشي. زما شخصي تشخیص دا دی چې موږ به په راتلونکو څو کالونو کې د ټولو لویانو لپاره د يو څه بدلو شوو واکسینونو بحث ته دوام ورکړو، مګر زه باور نلرم چې موږ به د لسیزو لپاره د کورونا پروړاندې واکسین کوو. زه ډیر فکر کوم چې د وخت په تیریدو سره به په خلکو کې د کورونا د ویروس او د هغه د ډولونو پر وړاندې خورا ښه قسمي معافیت رامنځته شي. په دې توګه به د پخوا په پرتله لږ ناروغۍ، انتانات او په انفرادي مواردو کې د مړینې لږ موارد ولیدل شي.

۱۴. ایا د واکسینو له کارت درلودلو پرته واکسين کولای شم؟

هو. تاسې به له واکسین کولو څخه وروسته یو سند ترلاسه کړئ، که چیرې وروسته د واکسينو کارت واخلئ، نو کولی شئ هلته دا سند هم وراضافه کړئ او یا دا اړوند پاڼه ضمیمه کړئ. په اصل کې هرڅوک باید د واکسینو یو کارت ولري. تر دې دمه دا سند یوازې د ژیړې کوچنۍ کتابچې په بڼه شته او د کورونا واکسین هم هلته لیکل کیږي. له جون میاشتې وروسته به په ټوله اروپا کې د کورونا واکسین لپاره د واکسین د تصدیق سند رامنځته شي، چې په ډیجیټل ډول به وي او په نړیواله کچه کارول کیدای شي.

۱۵. ایا دا به غوره وي چې واکسین د واکسین په مرکزونو یا له کورني ډاکټر سره وشي؟

دا د شخصي انتخاب مسله ده. کورنیډاکټر دا ګټه لري چې هغه معمولا تاسو پیژني او له همدې امله تاسې شاید له هغه يا هغې سره د باور غوره اړیکه ولرئ. د واکسین په مرکزونو کې د واکسین کولو پر وړاندې هیڅ کومه منفی خبره نه ده اوریدل شوې. د واکسین لپاره د لیدو د وخت اخیستنې په موخه تاسو کولی شئ په ټول جرمني کې د تلیفون دا شمیره 116117 ډایل کړئ او یا په انټرنیټ کې پر www.116117.de  وېبسایټ ترمين واخلئ.


Mehr zum Thema


Wissenscommunity


Newsticker