د کورونا پر وړاندې واکسين: د واکسینو په اړه ناسم باورونه څه دي؟

د کورونا پر وړاندې واکسين: د واکسینو په اړه ناسم باورونه څه دي؟

ټوله نړۍ له یو کال راهیسې د کورونا ویروس له بحران سره مخ ده. تر اوسه د کوویډ-۱۹ له کبله له درې ملیونه څخه ډیر خلک مړه شوي دي؛ خو لا هم هيلې شته: د تیر کال له پای راهیسې د دې وژونکي ویروس پر وړاندې واکسینونه جوړ شوي دي. په دې وروستيو کې په جرمني کې د واکسین کولو پروسه چټکه شوې ده. تمه کیږي چې سږکال به ډېر شمېر خلک واکسین شي، څو د دې رنځ د نورو څپو مخه ونیول شي.

له دې سره سره لا هم خلک د واکسينو په اړه شکونه لري. دلته له یوې خوا د اسټرازینیکا (Astrazeneca) د واکسین په تړاو د جدي جانبي عوارضو نادره مواردو ته اشاره کیږي. له بل لوري د کورونا د واکسینو په اړه ډیر ناسم باورونه يا افسانې هم په خلکو کې د ګنګستيا او نه ډاډ لامل کیږي. دلته دې افسانو ته يوه عمومي کتنه کوو:

افسانه: د کورونا واکسین مو په بشپړه توګه له ناروغۍ نه ساتي؛ ښايي له واکسين کولو وروسته هم ناروغ شئ!

حقیقت: د کورونا واکسینو محافظتي اغیزه خورا لوړه ده. د بیلګې په توګه، د بیونټیک/فایزر (Biontech/Pfizer) او موډرنا (Moderna) واکسینونه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې ۹۵ سلنه خونديتوب رامنځته کوي. البته د رابرټ کوخ انسټیټیوټ (RKI) ټینګار کوي چې سره له دې هم ناروغي رامینځته کیدای شي ځکه چې د دې ویروس پر وړاندې سل په سلو کې خونديتوب ناشونی دی.

که څوک له واکسین کولو يو څه د مخه په وايروس ککړ شوی وي، ښايي له واکسينو کولو وروسته هم ناروغ شي. دا هم شونې ده چې یو څوک له واکسین کولو څخه لږ وروسته، مخکې له دې چې واکسين د هغه په بدن اغېز وکړي، د Sars-CoV-2 په ناورغۍ اخته شي. ځکه په معمول ډول واکسین د واکسین کولو له لومړي دوز څخه وروسته له ۱۰ څخه تر ۱۴ ورځو پورې په تدریجی توګه خپل مخافظتي اغېز څرګندوي.

افسانه: واکسین کول به اجباري شي!

حقیقت: دا مهال په جرمني کې د کورونا واکسین اجبار یا مکلفیت نشته. په هر صورت، د رنځ پر وړاندې د ساتنې د قانون پر بنسټ، که چېرې بونډسرات (Bundesrat) موافقه وکړي، د روغتیا فدرال وزارت کولی شي د خلکو د خونديتوب په موخه د واکسین کولو امر وکړي. دا حالت هغه وخت رامنځته کيږي چې "د سختو کلينيې بڼو یوه ساري ناروغي پیښه شي او د دې ناروغۍ د ډېرې خپریدو شونتيا وي" (د رنځ پر وړاندې د ساتنې د قانون د ۲۰مې مادې ۶مه فقره).دا دواړه حالتونه د کوویډ-۱۹ په اړه صدق کوي.

په همدې حال کې د جرمني فدرال حکومت د اجباري واکسین په اړه بحثونه کړي دي. په ورته وخت کې حکومت د واکسین کولو جدي سپارښتنه کوي. دا ځکه چې د کورونا له واکسین سره، واکسین شوي کسان نه یوازې خپل ځان، بلکې ټولنه هم ساتي.

افسانه: د کورونا واکسین د ښځو امېدوارۍ ته ګواښ دی!

حقیقت: هیڅ داسې علمي شواهد نشته چې وښيي، د کورونا واکسین د مېرمنو امېدوارۍ ته زيان رسوي. څیړونکي په دې باور دي چې دغه خبره په انساني پلاسینټا کې له پروټین سره د مېخي پروټين د يو څه ورته والي څخه سرچينه اخلي (هغه پروټین چې د ویروس له پوښ څخه د مېخ په بڼه راوزي او په وايروس باندې د انسان د حجرو په اخته کولو کې مرسته کوي). په هر حال، له ۵۰۰ څخه ډیر امینو اسیدونوله ډلې یوازې ۵  د مېخ بڼې ته ورته خو يو شان نه، موندل کیږي. سربیره پردې، دا امینو اسیدونه د پلاسینټا پروټین په دننه کې پټ دي، نو له دې امله به دوی ته د بهر نه راتلونکي انټي باډيګانې لاسرسی ونلري.

یوازې دا حقیقت نوموړې افسانه بې بنسټه کوي. کارپوهان هم ټینګار کوي: که چیرې واکسین کول څوک شنډوي، نو د کوویډ-۱۹ ناروغي به تر هغې زیاته ناوړه اغیزه ولري، ځکه چې د انسان په بدن کې به ډیر نور مېخي پروټینونه شتون ولري. له دې سره سره دا لاهم د نړۍ په هېڅ ځای کې نه دي لیدل شوي.

د پاول ایرلیښ انسټیټیوټ (Paul-Ehrlich-Institut) دا موضوع په لاندې ډول ارزوي: "شته مالوماتو او شمېرو ته په کتو، د تکثر غړو د ژوبلولو او په انسانانو کې د مثل د تولید د زیان د مخنيوي لپاره ترټولو غوره خونديتوب د درملو تاييدول دي." د رابرت کوخ انسټییټوټ هم ټینګار کوي چې هغه میرمنې چې غواړي ماشومان ولري، کولای شي د کوویډ-۱۹ په وړاندې ځان واکسین کړي.

An dieser Stelle hat unsere Redaktion Inhalte von Youtube integriert.
Aufgrund Ihrer Datenschutz-Einstellungen wurden diese Inhalte nicht geladen, um Ihre Privatsphäre zu schützen.

افسانه: د mRNA واکسین د انسان جینوم بدلوي!

حقیقت: د mRNA واکسین د ویروس جینوم د یوې ټوټې پر بنسټ جوړشوی دی، کوم چې د واکسین شوي کس د حجرو لپاره د یو ډول جوړښت د تنظيم لامل کيږي. د RNA وړ پيغام لېږونکی (mRNA) حجرو ته لارښوونه کوي چې مېخي پروټین تولید کړي چې د معافیت سیسټم ورته ځواب وویلای شي.په دې توګه، په راتلونکي کې د واکسين شوي کس د جدي ناروغۍ یا حتی د کوویډ-۱۹ څله کبله د مړينې مخنيوی کېدای شي.

په همدې ډول mRNA د انسان له DNA سره اړیکه نه نیسي، ځکه چې DNA د حجرې په هسته کې موقعیت لري، چیرې چې mRNA هیڅ نه رسیږي. سربیره پردې، mRNA په کیمیاوي جوړښت کې له DNA سره توپیر لري، نو ځکه په اسانۍ د انسان په DNA کې نه شي جوړېدلای.

په یوه څیړنه کې چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې خپره شوې مګر تر اوسه د خپلواکو کارپوهانو لخوا نه ده ارزول شوې، څیړونکو په لابراتواري ازموینو کې ښودلې ده چې تر ځانګړو شرایطو لاندې د Sars-CoV-2 د RNA کوچنۍ ټوټې په DNA بدلیدلی شي او د انسان په جینوم کې ځای موندلای شي. خو دا روښانه نه ده چې ایا دغه پدیده د لابراتوار څخه بهر هم پیښیږي او که نه. او حتی که دا خبره له ویروس سره د انسان د طبیعي اخته کیدو په صورت کې هم امکان ولري: نور څیړونکي ګومان کوي ​​چې دا پروسه خورا نادره ده او لږ حیاتي اهمیت لري. په هر حالت کې، دا لړۍ  په mRNA واکسینونو  کې هیڅ کوم رول نه لوبوي.

An dieser Stelle hat unsere Redaktion Inhalte von Youtube integriert.
Aufgrund Ihrer Datenschutz-Einstellungen wurden diese Inhalte nicht geladen, um Ihre Privatsphäre zu schützen.

افسانه: د کورونا واکسین د سرطان لامل کېدای شي!

حقیقت: د کورونا د واکسينو دارزونې په څېړنو کې تراوسه داسې تړاو نه دی موندل شوی. سرطان هغه مهال وده کولی شي چې حجرې په ناکنټرول کېدونکي  ډول خپل ځان تقسیم کړي. په معمول ډول د دې کار لاملونه د جنتيکي موادو يا DNA خرابېدل، یا د جنتيکي مالوماتو په لوستلو کې تېروتنې دي. په هرصورت، د کورونا د استرازینیکا (Astrazeneca) او جانسن ایند جانسن (Johnson & Johnson)  په واکسینونو کې، کوم چې له اډینو ویروس سره د لېږدوونکې وسیلې (ویکټور) په توګه کار کوي، د ميخي پروټین په اړه معلومات د DNA په بڼه شته. که څه هم اډینو ویروس يو ډول پاشل شوی ویروس دی چې DNA د حجري له هستې سره اړیکه نه نیسي، خو داسې نښې شته چې په حجرو کې بهرني DNA کولی شي په ډیری نادره مواردو کې،  او هغه هم په تصادفی توګه انساني جینوم ته ننوځي او پدې ډول هغې ته زیان ورسوي.

البته ساینس‌پوهان په دې باور نه دي چې د ویکټور واکسینونو په کولو سره سرطان رامنځته کيږي. ځکه له یوې خوا،  واکسین د لاس د پورتنۍ برخې په عضلاتو کې تزریق کیږي؛ چېرې چې د عضلاتو حجرې خورا ورو ورو ځان تقسیموي، کوم چې د سرطان د اخته کېدو شونتيا کموي. له بلې خوا د معافیت سیسټ له څو اونیو وروسته جینیتیکي زیان لرونکې حجرې وژني. بالاخره تر اوسه پورې حتی د اډینو ویروس سره په طبیعي انتاناتو کې، کوم چې د مثال په توګه د زکام لامل کیږي، د اوږدمهاله اغېز په توګه هیڅ ډول سرطاني ناروغۍ نه دي لېدل شوې.

افسانه: د کورونا واکسین ډیر په بېړه جوړ او تاييد شول!

حقیقت: د کورونا واکسینونه رښتيا هم په ريکارډ شوې چټکۍ جوړ او تاييد شول. په معمول توګه دا لړۍ له ۱۰ څخه تر ۱۵ کالونو پورې وخت نیسي خو د کورونا ناروغي د ګړندي پرمختګ لامل شوه: په ټوله نړۍ کې د واکسین د څیړنې لپاره ډېره پانګونه وشوه. د mRNA خورا اغېزناک واکسین په خپل ډول کې لومړي واکسین دي چې تر اوسه تاييد شوي دي، خو په دې ټکنالوژيکي برخه کې له ۲۰ کالونو څخه ډېر وخت تحقیق او څیړنه شوې ده.

د وخت سپمولو په موخه، د واکسین د تاييد په تګلاره کې هم سمون راغلی دی. په ځینو مواردو کې، اړين پړاوونه د معمول په څیر یو له بل څخه وروسته نه، بلکې په موازي ډول تر سره شول. همدارنګه څیړونکو د سارس کوو-۲ (Sars-CoV-2) د پخوانيو سارس (Sars) او میرس (Mers) سره د دوی د تجربو پر بنسټ، د کورونا ویروس په وړاندې د شونو واکسینو په اړه لا د مخه مالومات درلودل.

د واکسین د تاييد د لړۍ په ګړندی کولو سربیهر، اړونده چارواکو د کیفیت، اغیزناکتوب او خوندیتوب په برخه کې هیڅ جوړجاړی نه دی کړی. په جرمني کې ټول تجويزېدونکي واکسینونه په کلینیکي مطالعاتو کې په کافي شمیر خلکو او پرته له جدي ستونزو، په دقيق ډول ازمویل شوي دي. دا باید تایید شي چې د واکسین مثبتې اغیزې د هغه د جانبي عوارضو په پرتله خورا ډیرې دي. په جرمني کې د يوه واکسين له تاييد د مخه، د هرې ډلې لپاره په بېل ډول د واکسینو کیفیت د پاول ایریښ د مسؤل انسټیټیوټ لخوا ارزول کیږي او یا غوښتل شوې ازموینېه تاييديږي. واکسینو ته يوازې هغه وخت اجازه ورکول کیږي چې خوندي او اغېزناک وي.